په قبر کې د انسان خرابېدل؛
لیکنه: محمدرسول حمزه
کله چې یو انسان مړ شي او په قبر کې کښېښودل شي، نو له ۲۴ تر ۳۶ ساعتونو تر پوره کېدو پوري یې په خېټه کې شنه داغونه (ټپونه) را پیداشي، او له سترګو یې اوبه را روانې شي.
له دوو تر پنځو ورځو پوره کېدو پوري یې په پوزه او خوله کې اوبلن زګونه را پیداشي، خېټه یې وپړسیږي او په ټول بدن کې یې شینوالی خپور شي، تر پوستکي لاندې یې ګازي خلا را پیدا شي، مخ یې وپړسیږي، سترګاټي (د سترګو د ننه برخه) او ژبه یې د باندې راووځي. په دې سره بدن یو ډېر بد بوی پیداکـــړي.
له شاوخوا ۷ ورځو وروسته یې د بدن شینوالی په تور والي بدل شي، په دې سره پوستکی ورو ورو له منځه ځي، د انسان وېښتان او نوکان هم وغورځيږي. له دې سره د انسان په بدن کې چینجي پیداشي، په ځانګړې توګه په خوله، پوزه او د تناسلې په اندام کې، دلته را پیدا کېدو ورورسته چینجیان ډېر پرمختګ وکړي او ټول بدن ونیسي. چینجیان دانسان په غوښه خوړلو پیل وکړي، د انسان غوښه له یوې ورځي بلي ورځي ته لږیږي، تر دې چې په شپږ میاشتې کې د انسان له بدن څخه ټوله غوښه ختمه شي او یوازې تش هډوکي (سکیلیټ) پاته شي.
د ډېر وخت په تېرېدو سره د انسان ټول هډوکي هم له خاورو سره خاوري شي، خو د انسان د ملا د هډوکي د پای برخه، چې هغه ته حضرت محمد صلی الله علیه وسلم په حدیث شریف کې《عجب الذنب》ورته ویلي دي، هغه برخه هیڅکله هم نه خاوري کیږي، اوسنیو ساینسپوهانو هم ثابته کړه چې همدا《عجب الذنب》هډوکی خرابېدل نلري.
حضرت محمد "ص" ویلي چې انسان الله تعالی بېرته له همدې هډوکي څخه د آخرت په ورځ را ژوندی کوي. #سبحان_الله
الله عزوجل دې موږ ته د قبر له عذابونو څخه نجات راکړي.
د نورو جالبو معلوماتو لپاره دلته راسره شئ!⇣
https://www.facebook.com/profile.php?id=100069100123558


