Type Here to Get Search Results !

المدينة المنورة

Subscribe Us

#

د فيسبوک دوستانو ته

 ګرانو درنو او قدرمنو لوستونکو!زموږ او ستاسو په ټولنه کې داسې لېوه صفته خلک پېدا شوې،چې د فېسبوک له لارې د نجلۍ په نامه ایډي جوړه وي، او د یا د کومې نجلۍ په توسط د یوشخص شخصیت په شرمو شرموي، دهغه خبیث ځوان خپلې بې حیا انډیوالې ته د ټولنې غوره اشخاص په ګوته کوي، تر څو د ویډیو کال یا وایس میسج یا انځورونو له لارې ويډيو کليپونه، د ثبوت په ډول خپل ځان سره محفوظ وساتي، تر څو چې یې دا خفیه اسناد د لېوه صفته ته په لاس ورکړي او خپلو شومو موخو د لارې یو ُپل جوړ کړي.

 ای په هوس او مستۍ مست ځوانه! تا خو خپل ځان د فساد،بې لارۍ، بې حیایۍ او ګمراهۍ په ځالو کې خپل ځان دننه کړې، ته غواړې چې هغه ځوانان هم په دې لومو کې ښکار کړي،کوم چې تقوادره او د ټولنې باعزته او مقدم خلک دي.

ګوره، ګرانه دوسته! ډېر په خپل ژوند کې هوښيار اوسه، ترڅو چې ددې ناوړو کړنو ښکار نشې.



Post a Comment

0 Comments
* Please Don't Spam Here. All the Comments are Reviewed by Admin.